پکتیا کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

کابل، د مرغومي ۱۶مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۳مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې، پکتیا کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ۱۴۰۳لمریز کال کې د پکتیا په مرکز ګردېز ښار او د زرمت او روحاني بابا په ولسوالیو کې د ۳۸ میلیونه ۹۳۵ زره ۹۳۲ افغانیو په لګښت؛ ۲۱ بېلابېلې پروژې چې پکې د سربندونو، کانالونو، حوضونو، کارېزونو او د څښاک اوبو د څاګانو کیندل، بیارغونه او پاکاري شاملې دي؛ پلې شوې دي.
ویل شوي چې یادې پروژې د پکتیا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې د «افاېاو» یونیسکو او «یوانډيپي» مؤسسو له لوري پلې شوې چې د تطبیق په بهیر کې یې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.