خبرونهټولنه

پکتیا کې د سلګونه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پکتیا ولایت کې د سلګونه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د یوه روزنتون د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي؛ د ۶۰۰ یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره دغه جوړ شوی رونتون پکتيا ولایت ته د دغه وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د سفر په ترڅ کې د نوموړي له لوري پرانستل شوه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې شیخ عبدالبر د یاد روزنتون د پرانیستې پرمهال ویلي چې دا وزارت د خپلو مسوولیتونو په درک کولو او مالي لګښت؛ په ټول هېواد کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه ملاتړ او د دوی د کفالت په منظور روزنتونونه پرانیزي، چې ډیری ولایتونو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور به هم په نږدې ورځو کې پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې په دغه روزنتون کې د ٦٠٠ یتیمو او بې ‌سرپرسته ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې، اعاشې، اباتې، روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې د یاد وزارت له لوري برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې روزنتونونو ته د ماشومانو جذب د ځانګړې کړنلارې د لارښوونې مطابق ترسره کیږي او هم یې زده کوونکو ته د دیني او عصري علومو په پام کې نیولو سره، نصاب چمتو شوی او تدریس کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته