پکتیا کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۵۲ کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه
کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۵۲ کلنه دوښمني د شخړو د حل کمېسیون او د دې ولایت قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.
د یاد ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د یادې روغې جوړې پرمهال ویلي، چې هڅې کوي د ولسونو په منځ کې پخوانۍ شخړې او خپل منځي دښمنۍ ختمې کړي.
نوموړي پر قومونو غږ کړی، چې خپل منځي یووالی غښتلی کړي او د ورورګلوۍ ژوند وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هېواد کې سلګونه دښمنۍ او شخړې حل شوې دي.