خبرونهاقتصادټولنه

پکتیا کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غبرګولي ۱۲مه، باختر 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند جوړولو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

له یاد وزارت څخه باختر اطلاعاتي اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد بند د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سیدکرم ولسوالۍ په ملاخېلو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د اوبو دغه کوچنی بند ۳۱متره اوږدوالی، ۵ متره لوړ والی او ۷زره ۵۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې د کار په جریان کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

هېره دې نه وي، چې د یاد بند په بشپړېدو سره به له دې وروسته د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته