خبرونهاقتصاد

پکتیا کې د اوبو دوه کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کانالونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي میرزاجان صادق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په ډڼډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت هر یو په ترتیب د ۴۲ مترو په اوږدوالي او ۱،۹ متره په لوړوالي سره او د ۱۰۸ مترو په اوږدوالي او د ۳ مترو په لوړوالي سره د اوبو دوه کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي چې د یادو کانالونو په جوړېدو سره د سیمې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه په وخت خړوبه او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته