پکتیا کې د اوبولګولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د پکتیا ولایت د څمکنيو ولسوالۍ په منده خېلو کلي کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا د یو میلیون ۵۵۴ زره ١٥٦ افغانیو په لګښت د اوبو سربند، یو کانال او ساتندوی دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پکتیا کلیو بیارغونې او پراختیا ویاند ایمل عمر احمدزی وايي، چې دغه سربند د ١٣.٧ مترو په اوږدوالي، د ١.٢ مترو په لوړوالي او دغه راز کانال د ١٦ مترو په اوږدوالي او ساتندوی دېوال د ٤١ مترو په اوږدوالي سره په معیاري توګه جوړ شوي دي.
مسؤلین وايي، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي او د اوبو بې ځایه ضایع کېدو مخنیوی به هم وشي.
یاده دې وي چې د دغې پروژې کار په جریان کې په سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته