پکتیا کې تېر کال نږدې ۷۳ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي
کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۴۵ زره او ۴۲۸ برېښنايي او ۲۷ زره او ۵۳۳ کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس مفتي محمدآصف قرار وايي چې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
قرار زیاتوي چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې څهباندې ۴زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او له ۲زره او ۵۰۰ ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا اوسمهال په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ د ګردېز ښار څانګه کې غوښتونکو ته تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼو، د زېږونونو او د ودونو او طلاق ثبت) هم وړاندې کېږي.
ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي وايي چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده ترڅو هېوادوال په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.