کابل/دلړم۲۸مه/باختر
په پکتیا کې قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو په یوه سوله ییز لاریون کې له وسله والو طالبانو د اوربند او بین الافغاني خبرو د پيل غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې: دغه لاریون کوونکي چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي؛ له ملګرو ملتو او غړو هېوادونو يې هم وغوښتل چې د وسله والو د تمويلوونکو سرچينو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او پر وسله والو طالبانو د سولې لپاره فشار راوړي.
لاريونوال په هېواد کې د شته ټولنيزو، اقتصادي او نورو ستونزو ريښه جګړه بولي او له سياستوالو څخه غواړي چې د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله وال طالبان هم لېواله شوي چې جنګ ته د پای ټکی او له افغان دولت سره خبرې پيل کړي.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل