پکتیا؛ د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۰۲ تنه پولیس فارغ شول

پکتیا – باختر آژانس، د لیندۍ ۲۷مه
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د اسلامي پولیسو د روزنیز او ښوونیز مرکز له نهمې دورې څخه ۱۰۲ تنه پولیس د مسلکي او عقیدوي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه فارغ شوي پولیس د سویل ختیځ زون په کچه روزل شوي او د دې روزنیز مرکز له لوري ورته د مسلکي او عقیدوي زده کړو ځانګړی پروګرام جوړ شوی و.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ولایتي چارواکو په ویناوو کې ویل شوي، چې پولیسو ته لوی مسوولیت ورترغاړې دی او هغوی باید په صداقت سره د هېواد او خلکو د خدمت لپاره خپلې دندې ترسره کړي.
د روزنیز مرکز مسوولینو زیاته کړې، چې تر دې مهاله له دې مرکز څخه زرګونه تنه پولیس فارغ شوي دي او د سویل ختیځ زون اړوند ولایتونو کې خپلې دندې ترسره کوي.