پکتیا؛ جاني خېلو ولسوالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
کابل د لېندۍ ۸مه، باختر
د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ لپاره د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او د کورنیو چارو وزارت د تاميناتي چارو مرستیال مولوي عبدالله مختار او یو شمېر نورو مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ودانۍ په درېیو پوړونو کې د کورنیو چارو وزارت لخوا جوړه شوې ده.
ورته مهال سیمه ییزو مسولینو او اوسېدونکو د یادې ودانۍ په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او وايي، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د ولسوالۍ اړوند چارې په منظمه توګه ترسره کېږي او د سیمې د خلکو ګڼې ستونزې به حل شي.
د سیمې مشرانو او اوسېدونکو دغه پرمختګ وستایه او له اړوندو ادارو یې غوښتنه وکړه چې د نورو بنسټیزو خدمتونو لپاره هم ورته اقدامات وکړي.