پکتیا، دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل، د مرغومي ٢مه، باختر
پکتیا ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او ٨ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ باختر اژانس ته ویلي، چې د ګردېز – خوسـت لویې لارې اړوندې غلګۍ سیمه کې د اقوا او سوپر ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله یو تن مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې تېره شپه د درې پوستې په سیمه کې د ټېلر او امبولانس ترمنځ د ترافیکي پېښې په پایله کې ٤ تنه ټپیان شوي چې د دغه قوماندانۍ پولیسو او روغتیايي ټیم په هڅو پر وخت روغتون ته لیږدول شوي دي.
ټپیان پر وخت حوزوي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته