پکتيکا کې د ۴ میليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د بيارغونې چارې بشپړې شوې

کابل, د لېندۍ ۱۸ مه, باختر
‏د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ اړوند کمال سرحدي لېسې ودانۍ د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت له بیا رغونې ورورسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
‏ځايي مسئولين وايي، په دې ترميم کې ۸ درسي ټولګي، يو تالار، د اوبو رسولو سېسټم غځول او د لمريزې برېښنا شبکې نصبول شامل دي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد ښوونځي په بیارغولو خوښي څرګند کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته