پکتيکا کې د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د لیندۍ ۱۴ مه، باختر
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالیو د پای خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې څه موده وړاندې د دغه ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ پیل شوې وې، چې د کټواز کلپ د نیزه وهنې لوبډلې د ۴۰ نمرو په تر لاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ او په پای کې یادې لوبډلې ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
هېره دي نه وي، چې په دغه ولایت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ولیبال سیالۍ هم نن پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته