ټولنه

پکتيکا والو پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د لګولو له امله پراخ لاريون وکړ

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۲۲ مه
په پکتيکا ولایت سلګونو خلکو پر ډيورنډ کرښه د غزن تار د لګولو له امله پراخ لاريون وکړ.
لاريون کوونکي وايي که دولت پر ډیورنډ کرښه اغزن تار او کټارې نشي نړولی دوی ته دې اجازه ورکړي.
دوی د ولسي جرګې هغه پرېکړه هم وغندله چې په پېژند پاڼو کې یې د افغان او اسلام  کلیمو پر خلاف کړې.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې لاريون کوونکو شعارونه ورکول که په پېژند پاڼو کې د افغانيت او اسلاميت کلمې ونه ليکل شي،نو دوی به هېڅکله هم برېښنايي پېژند پاڼې جوړې نه کړي.
دوی چې له مرکز ښرنې یې لاریون پیل او تر زرغون ښار ولسوالۍ پورې ولاړل، له دولت یې وغوښتل که پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو د لګولو مخنیوی نه شي کولای ولسونو ته دي اجازه ورکړي،څو یې مخه ونیسي.
لاریونوالو د ولسي جرګې هغه پرېکړه هم وغندله چې په پېژند پاڼوکې يې دافغانیت او اسلامیت کلیمو ته د رد رایه ورکړې.
دلاریون دوه تنو ګډونوالو خورشید امان کټوازی او یعقوب خان منظور باختر اژانس ته وویل چې ((موږ د افغانستان له دولت او پارلمان نه په کلکه دا غوښتنه کوو چې په پېژند پاڼو کې دي د افغان او اسلام کلیمې وليکل شي او که ونه لیکل تر هغو به خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړو،څو چې خپل هدف ته نه یو رسېدلي.
دوی وویل پر ډیورنډ تپل شوې کرښه دپاکستان له خوا د اغزن سیم او کټارو لګولو پر خلاف عمومي کمپاین په لار اچول شوی او تر دریو زرو ځوانان چمتو دي چې هغه سیمې ته لاړ شي او اغزن سیم په خپله لري کړي.))
لاریون کوونکو د بریتانیا هېواد بیرغ ته هم له دې امله اور ورته کړ چې ګوندي دوه وروڼه یې سره بېل کړي دي.
د لاریونوالو په خبره تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي ،تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې.
په پکتيکا ولایت کې په داسې حال کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د لګولو او په پېژند پاڼو کې د اسلاميت اوفغانيت د کليمو د نه ليکلو پر خلاف پراخ لاریون کېږي چې،څو ورځې مخکې په زابل ولایت کې هم ورته پراخ لاريونونه وشول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته