پکتيکا؛ د سرحوضې – ارګون سړک د بيارغونې چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د پکتيکا ولايت د سرحوضې او ارګون ولسواليو ترمنځ غځېدلی سړک، چې ځينې برخې يې د سېلابونو له کبله ویجاړې شوې وې بېرته ورغول شوې.

د دغه سړک د بيارغونې چارې د ياد ولايت د ټولګټو رياست له لوري د ولايت مقام په مالي ملاتړ ترسره او بشپړې شوې.

د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې د سرحوضې – ارګون سړک او استنادې دېوال د مسلکي انجینرانو تر څار لاندې په اساسي او معیاري ډول د شااوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده،  چې د پکتيکا د ټولګټو چارو ریاست د مرکز نه تر ولسوالیو پورې د سړکونو په داغګيري سربېره ویجاړ پلچکونه د بیا ځل لپاره جوړ کړي  او په ځینو ساحو کې لا هم د بیارغونې چارې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته