خبرونهټولنه

پکتيا کې ۵۳۰۰ کارتنه تاریخ تېر خوراکي توکي ونیول شول

کابل، د غبرګولي ١٣مه، باختر
د پکتيا ځايي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د ۵۳۰۰ کارتنه تاریخ تېر خوراکي توکو د نيولو خبر ورکړی دی.
سر چينې باختر آژانس ته ویلي، چې په نیول شویو توکو کې مکروني، آش، خميره، کیک او بېسکېټ او ډول ډول نوشابې شاملې دي.
دغه توکي په داسې حال کې په یوه کور کې نيول شوي چې تېر تاريخ يې پاکاوه او پر ځای يې د نوي تاریخ ټاپه وهله.
باید وویل شي، چې د دغه قضیې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته