سیاستخبرونهامنیتټولنهTOP

پکتيا کې څلورو قومونو تر ۸۰ کاله دښمنۍ وروسته جوړه وکړه

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
کورنیو چارو وزارت په پکتیا ولايت کې د ۴ قومونو ترمنځ د اتیا کلنۍ شخړې د پای ته رسولو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کورنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو د سرپرستانو او د ځدراڼو قوم قومي مشر ابراهیم حقاني په هڅو د پکتیا په ګرده څېړۍ کې د څلورو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو په سر له اوږدې مودې راهيسې روانه شخړه حل او هواره شوه.
په خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په خبره دغه روغه جوړه د سولې او ورورولۍ ستره بريا او د خدای ج د رضا او د افغان ملت د یووالي لپاره یو ستر ګام بلل شوی دی‌.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د يادې روغې جوړې په مراسمو کې د پکتیاوالو د سرښندنو او غیرتونو یادونه کړې او د خپلواک هېواد لپاره یې د هغوی مبارزه ستايلې ده.
د يادونې وړ ده، چې د پکتیا ولايت قومي مشرانو دغه پرېکړه د سویل ختیځ زون په کچه د پخلاینې په برخه کې یوه ستره لاس ته راوړنه بللې، چې په پايله کې يې د قومونو ترمنځ د ورورګلوۍ فضا جوړه او د ګڼ شمېر انسانانو د وینې تویېدو مخنیوی وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته