پکتيا کې په لسګونو طالبان ووژل شول
کابل / د غبرګولي ٢٩ مه / باختر
په پکتيا کې په نويو جګړو کې په لسګونو وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه په روحاني بابا او زرمت ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې
په لسګونو وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو برېدونه وکړل.
د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل: په دغو جګړو کې ٤٣وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول.
په وژل شويو کسانو کې څو پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، پر يرغلګرو د بريد په وخت کې له ځمکې او هوا برېدونه وشول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په تېرو دريو ورځو کې د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پکتيا په روحاني بابا او زرمت ولسواليو کې دويمه نښته ده.
پوځيان وايي په لومړۍ نښته کې وسله والو طالبانو ته يې د سر دروند زيان اړولى دى.
پاى\ ذ