پکتيا کې د ځايي خلکو له لوري د يو ميليون افغانيو په لګښت د څو ښوونځيو لپاره کمپيوټرخونې جوړې شوې

کابل، د مرغومي ۱۰مه، باختر
د پوهنې وزارت په پکتیا ولایت کې د یو ملیون افغانیو په لګښت د ۴ ښوونځیو لپاره د کمپیوټر خونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د پکتیا ولایت اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند د بيان خېل، مرکزي اریوب، روکيان او ګل غونډۍ ښوونځيو د کمپيوټر خونو او تخنيکي لوازمو د ترميم چارې، د يو میليون افغانيو په لګښت د ځايي خلکو په همکارۍ ترسره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي د اريوب ځاځي ولسوالۍ له خلکو څخه د مننې په ترڅ کې، له زده کوونکو او ښوونکو غوښتنه کړې، چې د اړتيا وړ توکو په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت مشرتابه هم په دغه خبرپاڼه کې د پکتیا ولایت د خلکو په ځانګړې توګه د پوهنې مینه والو د مادي او معنوي مرستو له امله مننه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته