پکتيا کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لیندۍ ۱۵ مه، باختر
د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په حسین خیلو کلي کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین باختر اژانس ته ویلي، چې د اوبو دغه بند د ۳ میلیونه ۱۲۴ زره ۶۴۵ افغانیو په لګښت د ٣٤.٥ مترو په اوږدوالي او د ٣.٥ مترو په لوړوالي جوړ شوی، چې د ٦٦٠٠ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغه بند به د سېلابونو د اوبو مهارولو ترڅنګ د سیمې د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو او د کرنې ودې لپاره ګټور ثابت شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې غوښتنه کړې، چې د اوبو د ذخیره کولو او د کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته