فرهنګ

پيغام

کابل باختر دکب  يوولسمه :
دبلوڅي فرهنګ دنړيوالې  ورځې په  مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام
  خوشحاله يم چې په کابل کې دبلوڅي فرهنګ نړيواله ورځ لمانځل کيږي.
بلوڅي فرهنګ دافغانستان او ټولې سيمې يوستر و لرغونې معنوي ميراث  دى چې بايد وپالل شي، حمايت شي او معرفي شي .
  له نيکه مرغه  دافغانستان اساسي قانون بلوڅي دهېواد ديوې دريمې رسمي ژبې په توګه پيژني  او دنورو رسمي ژبو په څير دهغې دپياوړتيا  او پراختيا  غوښتنه کوي.
دغه راز دولت مکلف ګڼل کيږي چې په مورنيو ژبو دزده کړې  زمينه برابره کړي .
توقع ده چې دبلوڅي  فرهنګ دنړيوالې ورځې لمانځ غونډه  به پلوڅي ژبې او فرهنګ ته توجه لازياته کړي او اړوندې ادارې به خپلو مکلفيتونو ته وروبولي .
له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې ددې  لمانځ غونډې بندوبست يې کړى او په دې غونډه کې يې برخه اخستې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته