کابل باختر د کب دمياشتې ١٨ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخواشينۍ پيغام !
په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهېواد دعلم ، ادب او سياست دډګر مخکښ کانديد اکاډميسن محمدظاهر افق له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي دي.
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد افق پر ١٣١٥ هجري شمي کال دقندهار ولايت په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې . په ميرويس نيکه ليسه کې له ثانوي زده کړو وروسته دکابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه يې دفراغت سند ترلاسه کړ.
اوراښاد دفلسفې ، ليکوالۍ اوسياست په اړوه په لسګونو مقالې او چاپي آثار په ميراث کې پريښودل.
دده مړينه دهېواد دروان اکاډميک بهير او هېوادوالو لپاره يوه ضايعه ده .
ارواښاد ته دڅښتن تعالي له درباره فردوس جنت کورنۍ او دوستانو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوو.
1 1 دقیقه لوستل