پوځیانو له چاه اب ولسوالۍ څخه طالبان په شا وتمبول
د تالقانو ښار / د غبرګولي / ۵/ باختر
پوځیانو نن د تخار له چاه اب ولسوالۍ څخه وسله وال طالبان په شا وتمبول .
د تخار د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع باختر اژانس ته وویل چې چاه اب ولسوالۍ ته د کومکي پوځیانو په رسېدو سره وسله وال طالبان په شا وتمبول شول او د سر د زیان په اوښتو سره له ساحې وتښتېدل.
د سریع د څرګندونو له مخې، په دغو عملیاتو کې د ګردنه ، ایزنه کلي او نورې ساحې چې وسله والو طالبانو واکمني درلوده د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول او پوځیان اوس د پرمختګ په حال کې دي .
د یادونې وړ ده چې په څو وروستیو ورځو کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپیان شول .
پای / سعیده