بغداد دي نيوز انترنشنل باختردثوردمياشتې ٢١ :
پوځي مليشو د عراق په شمال کې په يوې پوځي اډې په بريدکې څه ناڅه شل تنه سرتيري له تښتولو وروسته په ډزو سره ووژل .
باخترآژانس د دي نيوز انترنشنل د خبري سايټ له خولې خبر راکړ :
دغه سرتيري تېره شپه د يوې ډلې پوځي مليشو له خوا د موصل ښار په العين آل سيمه کې تښتول شوي وو او نن په ډزو سره ووژل شول .
يوه امنيتي خبرځاي په نينوا ولايت کې اعلام وکړ چې د موسل په جنوب کې په يوه پوځي کاروان د وسله والوکسانو د بريدپه بهيرکې شل تنه عراقي سرتيري ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول.
دبغداد پوليسو هم اعلام وکړ چې د عراق په ختيځ کې څوګڼ ميشتو رستورانټونو
ته څېرمه په يوه موټرکې دځاى پرځاى شوي بم د چاودنې له امله شپږ تنه ووژل شول
او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
په عراق کې تاوتريخوالي او اړو دوړ په دې وروستيو وختوکې زوراخيستى دى چې له امله يې هره ورځ په لسګونوتنه قرباني کيږي .
0 1 دقیقه لوستل