پوځيانو ۲۵ وسله وال طالبان ووژل

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په تيرو دريو ورځوکې په فراه ولايت کې د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
  دفراه ولايت امنيه قوماندان پاسوال  فضل احمد شيرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ۲۵ تنه وسله وال طالبان دفراه ولايت په مرکز پورې اړوند په سور کلي کې د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول او ۱۵ تنه نوريې  ټپيان شول .
  ده څرګنده کړه: په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
  ختم_ ج +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته