پوځيانو په کندز کې پنځه تنه د طالبانو له زندان څخه آزاد کړل

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
پوځيانو تېره شپه په کندز کې ۵ تنه د وسله والو طالبانو له زندان څخه آزاد کړل.
د٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل: پوځيانو د کندز لويې لارې په تګلوري قوش تپه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو زندان په ځانګړو عملياتو کې د ملي اردو دوه منسوبین، د ملي پوليسو دوه سرتېري او د ولسي پاڅون یو غړی آزاد کړل.
نظري زياته کړه: په دغو عملياتو کې د یاد زندان ١٢ ساتوونکي ووژل شول، ٧ شکمن کسان ونيول شول او د دښمن زندان او جنګي وسايل یې له منځه یوړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته