کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
په ننګرهار کې دداعش دډلې دماين جوړولو يوه فابريکه کشف او دړې وړې شوه .
پوځيان وايي چې تېره شپه دننګرهار په اچين ولسوالۍ کې دډار اچونې ضد عملياتو په بهير کې ددغې فابريکې په کشفولو بريالي شوي دي .
درارسېدلو خبرونوله مخې، په دې فابريکه کې په لسګونو جوړ شوي ماينونه او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې دداعش ډلې په دې فابريکه کې له توليد شويو ماينونو سره دهېواد دختيځ په ځينوسيموکې په خپلو وژونکو ډار اچوونکو برېدونوکې کار اخسته.
هغه وويل چې ددغې فابريکې دکشف په بهير کې دپوځيانو او داعشيانو ترمنځ نښته وشوه چې په پايله کې يې درې ډار اچوونکي ووژل شول .
يوه مياشت کېږي چې د ننګرهار په اچين کې دډاراچونې ضد عمليات پيل شوي دي او په قوت سره دوام لري .
په دغو عملياتوکې تراوسه پورې داچين ځينې سيمې دداعش له شتون څخه پاکې شوې دي .او په پايله کې ېې په لسګونوکورني اوبهرني ډاراچونکي وژل شوي .
پوځيان وايي چې په دغو عملياتوکې دداعش دلسګونو پټنځيو دله منځه وړلو تر څنګ په لسګونو ډار اچوونکو له خپلو سلګونوغړو سره دولت ته تسليمۍ ته اړ شوي دي . ختم- ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل