پوځيانو طالبان د تالقانوښارد ننوتو له دروازې څخه په شا وتمبول

 کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر

وسله والوطالبانوتېره شپه له دریو استقامتونوڅخه د تالقانو ښار د ننوتو پردروازې ډله ییزبریدونه پیل کړل چې د پوځيانوله مقاومت سره مخ شول.

د تخارد والي ویاند حامد مبارز باخترآژانس ته وویل: دغه جګړه چې ۵ ساعته دوام وکړه په پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول.

د هغه د څرګندونوله مخې، په دې جګړه کې ۲۰ نورطالبان ټپیان شول.

د تخارد والي ویاند زیاته کړه چې په دې نښته کې یو پوځي شهيد او ۲ نورپوځيان ټپیان شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته