کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۰ مه
د ملي اردو ځواکونو پرون د سروبي ولسوالۍ د نغلو ښوونځي ودانۍ ته څېرمه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر آژانس ته وويل چې دغه ماينونه د دولت وسله والو مخالفينو ځاى پرځاى کړي وو.
ختم- عطاالله -اکرم