ټولنه

پوهاند ډاکتر عبدالفتاح نجم وفات شو .

کابل باختر د مرغومي نولسمه :
دهيواد د طبابت  په برخه کې  يونوميالى شخصيت پوهاند ډاکترعبدالفتاح نجم وفات شو .
په امريکا دميشتو افغان ډاکترانو دټولنې رييس ډاکتر صادق له باختراژانس سره په اړيکه کې دپوهاند ډاکترعبدالفتاح  نجم مړينه تاييد کړه او ويې ويل : ارواښاد نجم  دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه د تيرې سه شنبې په ورځ وفات شوى دى.
پوهاند نجم  دکابل په  اماني ليسه کې دثانوني تعليماتو له پاى ته رسولو وروسته دهغه وخت دکابل پوهنتون دطب په پوهنځي  کې شامل شو او دزده کړې ددورې له بشپړولو وروسته ددغه پوهنځي  دمعالجوي طب  له څانګې فارغ شو.
ارواښاد پوهاندډاکتر عبدالفتاح نجم دخپل عمر زيات کلونه دکابل پوهنتون دطب په پوهنځي کې داستاد په توګه دهيواد دبچيانو روزنې ته وقف کړل اودملت دبابا اعليحضرت محمد ظاهر دسلطنت په دوران کې  دشاه دکورنۍ مخصوص ډاکتر و او هم يې يوه موده دافغانستان دعامې روغتيا دوزيراو دسنامجلس  دغړي په توګه  دنده ترسره کړه .
ارواښاد پوهاند نجم  دکورنيو جګړو له امله له هيواد څخه هجرت  وکړ اوپه امريکا کې يې ژوند کاوه او دروان کال  دمرغومې  دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دسه شنبې په ورځ دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو .
دعامي روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر احمد جان نعيم دباختر اژانس له خبريال سره په خبرو کې ارواښاد؛ عبدالفتاح نجم  دطبابت  په برخه کې يو مجرب ، پوه او دعلم اوکمال  خاوند شخص وباله او ويې ويل چې دغه ارواښاد په هيوادکې دطبابت  په برخه کې  زيات شمېر شاګردان کمال ته ورسول اوپه دې برخه کې يې ارزښتناک  خدمتونه ترسره کړل .
دعامې روغتيا وزارت سرپرست  دارواښاد پوهاند نجم مړينه د طبابت په برخه کې ضايعه وبلله او متوفي ته يې دلوى خداى)( ج )  له دربار څخه  دفردوس جنت او دراواښاد کورنۍ او دهيواد ډاکترانواو روغتيايي کارکوونکو ته يې دجميل صبر هيله وکړه .
ديوبل خبر له مخې: دکابل دطبي پوهنتون داستادانو ټولنې او دافغانستان د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو، سراسري اتحاديې باخترآژانس ته دپيغامونو په ليږدلو سره دپوهاندډاکتر عبدالفتاح نجم دمړينې  په نسبت دژورې خواشينۍ  اوخپګان مراتب څرګندکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته