کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دمشورتې بورد غړو نن داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دپيژندنې دفرهنګي ملي پاليسي دطرحې په باب دخبرو په مقصد جوړه شوې وه په پيل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغې پاليسۍ په طرحه کې دې بايد دګاونډيو هېوادونو او په دې لاره د مخکښو هېوادونو له تجربو څخه استفاده وشي .
دده دڅرګندونوله مخې، له فرهنګي موسسو او هم له هغو ادارو سره چې په دې لاره کې فعاليت کوي سلامشورې وشي چې له هغوى سره په همکارى کې دغه پاليسي تدوين شي .
دمشورتي بورد غړو ددغې طرحې دتدوين په مقصد خپلې نظريې شريکې کړې ، هغوى داړوندو ادارو ترمنځ په همغږى باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې غيرملموس فرهنګي ميراثونه دې بايد دولايتونو او زونونو په کچه وپيژندل شي او فهرست بندي شي .
دغونډې په پاى کې پوهاند محمد رسول باوري وويل چې بايد فرهنګي ملي پاليسي په ډيرلنډ ممکن وخت کې تدوين شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې دفرهنګي ملي پاليسي دتدوين په خاطر دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو تشخيص مهم دى او ددغو ميراثونو له پيژندنې وروسته دې هغه فهرست بندي او په معلوماتي زيرمه تون کې شامل شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل