فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکتاب دنندارتون دجوړولو او دګډو فرهنګي برنامو ملاتړ کوي .

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې  دايران داسلامي جمهوريت دسفارت له  فرهنګي  اتشه سره وکتل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په کابل کې دايران  داسلامي جمهوريت  دسفارت فرهنګي  اتشه رضاملکي  د ګډوفرهنګي  برنامو ،  دايراني او افغاني  خپرونکو په ګډون په کابل  پوهنتون کې دکتاب  دګډ نندارتون  دجوړولو په اړوند  چې ټاکل شوې ده  په ډير لنډ ممکن وخت کې په کابل کې پرانستل  شي او دغه راز دفرهنګي  غونډې دجوړولو  او دادبياتو ، عرفان او تصوف  ،  په باب دخبرو په باره کې  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست  ته معلومات ورکړل او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې دفرهنګي اړيکو  دپراختيا  غوښتنه وکړه .
پوهاند باوري ددې تر څنګ  چې ټينګار يې  وکړچې فرهنګي برنامې  دې بايد داطلاعاتو او فرهنګ   له وزارت  سره په همغږى  کې جوړې شي څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکتاب دنندارتون  او دګډو فرهنګي  برنامو دجوړولو ملاتړ کوي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته