پوهاند محمدرسول باوري : د يوه نيالګي په ايښودلوسره د هېواد په سمسورتيا کې ونډه واخلئ
کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
د نوي هجري لمريز کال په هرکلي د نيالګيو د اېښودلو مراسم نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري له خوا د ملي موزيم په انګړ کې د يوه نيالګې په اېښودلو سره پيل شول.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ د نوي کال په هرکلي د دغه وزارت د نيالګيو داېښودلو مراسم ( يو نيالګى دځان لپاره اويو نيالګى د هېواد لپاره ) تر شعار لاندې پيل شوي دي.
باوري د ملي موزيم په انګړ کې د نيالګيو د ايښودلو په دغو مراسمو کې له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د يوه نيالګي په اېښودلو سره د هيواد په سمسورتيا کې ونډه واخلي .
پوهاند باوري د ملي موزيم له رئيس محمدفهيم رحيمي سره څونيالګي د ملي موزيم په انګړ کې کېښودل.پاى ج ذ