ټولنه

پوهاند حبيب الرحمن هاله وفات شو .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دهېواد فرهنګي او علمي  شخصيت پوهاند حبيب الرحمن هاله دمهاجرت  په ټاټوبې کې وفات شو .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت دهېوادددغه علمي او  فرهنګي شخصيت دمړينې له امله فرهنګيانو ، پوهانو ، ليکوالو او  دپوهاند حبيب الرحمن خپلوانو  او کورنۍ ته د ډاډ ګيرنې  مراتب وړاندې کوي او ارواښاد  ته دلوى خداى ( ج (  له دربار څخه دفردوس جنت او  پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
پوهاندحبيب الرحمن هاله په ١٣١١ هجري لمريز کال کې دميربچه کوټ  ولسوالۍ په کارنده کلي کې وزيږيد او خپلې زده کړې يې ترماستري  پورې دژورناليزم په څانګه کې په امريکا کې ترسره کړې
ارواښاد هاله دکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځي په بيلابيلو اداري او تدريسي څانګو کې دندې ترسره کړي او په پاى کې په ١٣٧٩ هجري لمريز کال کې استراليا ته مهاجر شو . ارواښاد هاله دپنځه اتياکلني  په عمر پرون دمهاجرت  په ټاټوبې کې وفات شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته