فرهنګ

پوهاند باوري: هېواد ته د ټولو تالا شویو تاریخي آثارو د بېرته راوړلو هوډ مو پياوړی دی

کابل/دلړم۲۵مه/باختر
د اطلاعاتو او او فرهنګ وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان د بګرام ګنجینې دیارلس قیمتي تاریخي اثار د پاکستان د پخوانۍ صدر آعظمې بې نظیر بټو په کور کې اېښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وروستیو څلورو لسیزو جنګ جګړو له امله زرګونه تاریخي اثار نه یوازې دا چې زیانمن شوي دي، بلکې ګاونډیو هېوادونو ته هم قاچاق شوي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې هڅې یې پيل کړي، څو قاچاق او تالا شوي اثار بېرته هېواد ته راولېږدوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري له باختر اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د موزیمونو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې یې له یونیسکو څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد له موزیمونو څخه تالا شوي اثار په سره کرښه کې راولي او د پېرـ پلور مخه یې ونیول شي.
پوهاند باوري یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې تازه د چین په هانګ کانګ کې ورته د افغانستان یو قیمتي اثر چې روژتي بودا نومېږي او د هېواد په ملي موزیم کې هم ثبت دی سپارل شوی دی.
باوري زیاتوي چې د روژتي بودا مجسمه ورته د چین په هانګ کانګ کې د ګبریل شاین په نامه یو بودايي راهب سپارلی ده.
شاین د یاد اثر د سپارلو پر مهال ویلي چې روژتي بودا یې شاوخو اووه کاله وړاندې په تایلنډ کې پېرلی، خو په حقیقت له پوهېدلو وروسته یې پرېکړه وکړه چې دغه اثر خپلو اصلي څښتنانو ته وسپارل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند محمد رسول باروي وايي چې په نړۍ کې روژتي بودا ته ورته درې مجسمې شته چې یوه یې د پاکستان هېواد په لاهور موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې، بله یې په صوات کې ده او دریېمه یې هم په تایلنډ کې ده.
خو له دوو کلونو هلو ځلو وروسته دا جوته شوه چې هغه دریېم اثر چې په تایلنډ کې دی هغه له افغانستان څخه قاچاق شوی او بیا په یوه بودايي راهب پلورل شوی دی.
باوري وړاندې وايي چې د یونیسکو د اعلامیې له خپرېدو وروسته ټول قاچاقبران باوري شول چې  نور نه یواځې دا چې د نورو هېوادونو تاریخي اثار نه شي قاچاق کولی، بلکې پېر او پلور یې هم ورته ګټه نه کوي، نو ځکه د یاد وزارت مسوولین بریالي شول چې دغه اثر  له ډېرو ستونزو او د بېلابېلو ادارو د دروازو له ټکولو وروسته هېوادته راولېږدوي.
د فرهنګ او هنر معین پوهاند باوري زیاتوي چې د لوټ شویو اثارو د بېرته راټولولو په لړۍ کې يې له دې وړاندې هم ۱۰۲ تاریخي اثار له جاپان، ۱۲۰۰ له سویس، دوه له امریکې او یو زیات شمېر تاریخي اثارله نورو هېوادونو څخه بېرته هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د پوهاند په خبره د تاریخي اثارو د راټولولو په برخه کې لا هم لاس تر زنې نه دی ناست او په نږدې راتلونکي کې به دوه نور تاریخي اثار چې په جرمنې کې دي او تر دولسو زیات نور چې په لندن کې دي هغه هم هېواد ته راولېږدول شي او د تاریخي اثارو د راټولولو دا لړۍ به په هېواد دننه او بهر کې همداسې دوام ولري.
افغانستان چې د تاریخي آبداتو او اثارو په برخه کې یو له غني هېوادونو څخه شمېرل کېږي په وروستیو څلورو لسیزو کې یې زیات شمېر تاریخي اثار تالا شوي او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي چې د چارواکو په وینا د یو شمېر اثارو څرک ورته معلوم دی چې د بېرته راوړلو لپاره یې هڅې پيل شوي دي، خو د زرګونو نورو تالا شویو اثارو څرک لا هم نه دی معلوم چې کومو ځایونو ته قاچاق شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته