پوهاندمحمدرسول باوري دافغان فرهنګي ميراثونودمشورتي موسسې د فعاليتونو دپراختياغوښتنه وکړه .
کابل – باختر د وري دمياشتې ٦
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين اوسرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن دافغان فرهنګي ميراثونو دمشورتي موسسې له سلاکارې جولين لسلي سره په کتنه کې ددغې موسسې دفعاليتونو دپراختياغوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې کتنه کې لومړى جولين لسلي دافغان فرهنګي ميراثونو دمشورتي موسسې دفعاليتونو په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دکابل دمرنجانو په غوندۍ او دپروان ولايت دتوپ درې په سيمه کې او ځينونورو سيمو کې دفرهنګي ميراثونو او تاريخي ابداتو دترميمولواو بيا احيا کولو په برخه کې ددغې موسسې کار دوام لري چې ډير ژربشپړ شي .
وروسته پوهاند محمد رسول باوري په هېواد کې دافغان فرهنګي ميراثونو دمشورتي موسسې له خوا ترسره شوي فعاليتونه ارزښتناک وبلل او له جولين لسلي څخه يې دهېواد دتاريخي ابداتو اودفرهنګي ميراثونو دترميمولو او بيا احيا کولو په برخو کې ددغې موسسې دفعاليتونو دپراختيا غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دافغان فرهنګي ميراثونو مشورتي موسسه په افغانستان کې دخپلو فعاليتونو دترسره کولو په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له ملاتړ او همکارۍ څخه هم برخمنه ده چې دهېواد بډاى فرهنګ په بشپړه توګه بيا احيا شي . ده له جولين لسلي څخه وغوښتل چې خپل فعاليتونه په يوه يا دوه ساحو کې متمرکز نه کړي . او زياتې سيمې او ساحې ترپوښښ لاندې ونيسي .