خبرونهامنیت

پولیسو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې۱۴ تنه د نشه یي توکو د کاروبار او کارونې په تړاو نیولي دي

کابل، د لېندۍ ۶مه، باختر

د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۴ تنه د ۵۵ کیلو ګرامه اېف په نوم نشه یي توکو سره په فراه، درې تنه د ۴ کیلو شیشې او ۱۰۵ تابلیته نشه یي ګولیو سره په ننګرهار، دوه تنه د ۲۶۰۰ تابلیت کا ،۱۱۰ بوتلو شرابو او وسایلو سره په بلخ او درې تنه د نشه یي توکو د قاچاق، کارونې او پلور په تړاو په تخار کې نیولي دي.

‏همداراز پولیسو ۲۶۶۰ کیلو ومان په فاریاب او ۱۲۰۰ کیلو په هرات ولایتونو کې نیولي او سوځولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نشه یي توکو کر، تولید او کاروبار صفر ته راښکته شوی او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس هڅه کوي د دغې برخې خال خال پېښې هم له منځه یوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته