امنیت

پوليس : په کابل ښارکې دتيرې شپې پيښې څيړل کيږي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دکابل دپوليسو مقامات وايي،  دهغو دوو چاودنو په اړوند چې تيره شپه په کابل کې وشوې ، تحقيق کوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دتيرې شپې د اوو بجو په   شاوخوا کې دکابل ښار داتمې ناحيې په ساحه کې يو بم  وچاوديد.
دکابل دپوليسو يوه مقام تائيد کړه چې په دې ساحه کې چاودنه وشوه خو له نيکه مرغه دسر زيان او مالي تاوان يې نه دى اړولى.
له دغې چاودنې څخه نږدې يو نيم ساعت وروسته د زنبق څلور لارې ته څيرمه يوه بله چاودنه چې ترڅنګ يې دبهرنيو ځواکونو څو لوژستيکي موسسې شته ، وشوه.
دکورنيوچارو وزارت ستر امنيتي معين جنرال محمد ايوب سالنګي دغه چاودنه په يوه ليږدونکې واسطه کې ديو مقناطيسي بم د ځاى پرځاى کولو زيږنده  وبلله.
په دې پيښه کې هم چا ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي هغه واسطه چې مقناطيسي بم پکې ځاى پرځاى شوى و دبهرنيو ځواکونو په يو قرار دادي پورې اړه  درلوده .
د ايساف د ايګرز کمپ ته  څيرمه دتيرې شپې چاودنه ديو لاسي بم دکارولو زيږنده بللې  ده چې بهرنيو  عسکرو او دهغوي افغان همکارانو ته زيان  نه دى اوښتى .
په  کابل کې د تيرې شپې پيښې په داسې وخت کيږي   چې شپږو   تنو   وسله والو کسانو پرون دننګرهار ولايت په غني خيلو کې د بهرنيوپوځيانو او دافغان ځواکونو په يوې قرارګاه بريد وکړ چې له امله يې دايساف يو عسکر او شپږ تنه   يرغلګر ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته