امنیت

پوليس ديو ماشوم دوژلو دڅرنگوالي په باب څيړنه کوي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې٣  
پوليس  دهغه  اووه کلن  ماشوم دوژنې په باب چې  پرون په سيدنور محمد شاه مينه کې  ووژل شو، څيړنه کوي .
دکابل دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته  خبر ورکړ :
يو اووه کلن ماشوم  پرون  ديوولسو بجو په شاوخوا کې  دسيدنورمحمد شاه مينې  په دويم سړک کې په خپل کور کې  ځان زندى کړى دى .
پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړي دي  او ددغه ماشوم دوژل کيدو انګيزه تراوسه پورې  معلومه نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته