امنیت

پوليسو څلورتنه وسله وال طالبان ووژل.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د طالبانو او دپوليسو د ځواکونو په   نښته کې تيره شپه په   فراه ولايت کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د فراه دوالي ويندوى  فواد عسکري باختر آژانس ته وويل :
دغه نښته هغه وخت وشوه چې طالبانو د فراه ښار دخرمالک په ساحه کې دپوليسو پرګزمې بريد وکړ.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :  ددغې نښتې په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول اود دوى يوه اندازه جنګي  وسايل هم   دپوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرځاى زياته کړه په دې نښته کې دپوليسو ځواکونو نه زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته