خبرونهامنیتTOP

پوليسو په کابل ښار کې يوه اندازه ټابلېټ کا او ذيکب نيولي دي

کابل، د مرغومې ۲۳مه، باختر
امنيتي سرچينو په پلازمېنه کابل ښار کې په زياته اندازه د ټابليټ کا او ذيکب ګوليو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي چې د کابل ښار اړوند د ۳مې امنيتي حوزې پولیسو په بېلا بېلو عملیاتو کې ۵۰۶ قرصه ټابلېټ کا او ۶۱۰۰ پاکټه ذیکب چې تعداد یې ۴۳زره قرصه کیږي نیولي دي.
د نوموړي په خبره پوليسو له يادو توکو سره د تړاو په تور ۸ کسان هم نيول دي.
سرچينې زياته کړې، چې په یادو عملیاتو کې یو موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی او د نیول شوو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته