پوليسو په مزارشريف ښار کې درې تنه تښتوونکي ونيول .
کابل باختر دثور نهمه
دبلخ ولايت پوليسو پرون درې تنه ديو سراچه موټر دچلوونکي دتښتونې په تور ونيول .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد سالم احساس باختراژانس ته وويل، دغه کسان کله يې چې غوښتل ديو سراچه موټر چلوونکي له موټر سره يې دمزارشريف ښار دعلي اباد په کارته کې وتښتوى ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ د پوليسو له خواونيول شو .
جنرال احساس زياته کړه : دسراچه موټر چلوونکي دتښتوونکو له خوا ټپي شوى دى او دبيهوښي په حال کې دى .
ويل کيږي چې نيول شويو کسانو په لومړنيوتحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړي دي .