پوليسو په شبرغان ښار کې د يوه ځوان مړى ترلاسه کړ .
کابل باختر د وري څلورمه :
په جوزجان ولايت کې د يوه ځوان مړى وموندل شو.
د جوزجان دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مړى پرون دشبرغان ښار د دشت آستي خواجه کې په داسې حال کې چې په يوې بورۍ کې ځاى پرځاى شوي و ،وموندل شو.
تراوسه پورې د دغې وژنې علت نه دى معلوم او پوليسو په دې اړوند تحقيقات پيل کړي دي .
څو ورځې مخکې هم پوليسو ديوې ځوانې ميرمنې مړى دشبرغان ښار په مرکز کې ترلاسه کړي وو . ختم_ سعيده _ اکرم