پوليسو پنځه تنه دجنسي تيرى په تور ونيول .

کابل – باختر دمرغومى ٢٠ :
دبغلان ولايت پوليسو په نهرين ولسوالۍ کې په نجلۍ دجنسي تيرى په تور دپنځو تنو دنيولو خبر ورکړى دى.
دغه کسان پرون دپوليسو له خوا ونيول شول.
دنهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال جمال ناصر باختر آژانس ته وويل: دغه نجلۍ يوه مياشت مخکې له يو هلک سره تښتيدلې وه چې دسپين ږيرو په سلا مشوره کورته يې ستنه شو او پلار يې هغه ووژله.
يوه اړونده خبرځاى وويل، دنجلۍ پلار ادعا کړې وه چې پنځوتنو غيرمسوولو وسله والو کسانو په لور يې تيرى کړى و او پوليسو دغه پنځه تنه دهمدې ادعا له مخې نيولى دي.
دنهرين ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير ويلى و چې دنجلۍ پلار دجولان سيمې ته چې غير مسوول وسله وال کسان پکې زيات دي تښتيدلى دى.
په شمال زون کې دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييس عنايت الله اميرى وايي چې په دغې ٢٢ کلنې نجلۍ دتيرى او دوژنې عاملين دې بايد ډير ژر ونيول شي او مجازات شي.
يوه اړونده خبرځاى وويل ،دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دښځواو نجونو دوژنې د دريو مواردو په ګډون دتاوتريخوالي اته مورده او په تير کال کې دوژنې دپنځو پيښو په ګډون دتاوتريخوالي ١٥ موارده په کميسيون کې ثبت شوي دي.
خبرځاى وويل: په روان کال کې دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې يوه ميرمن دخپل ميړه له خوا او يوه نوې ناوې دکورنى له خوا يې وژل شوې ده چې ديوې پيښې قاتل نيول شوى او دنوې ناوې دوژنې عامل لاتراوسه پورې نه دى نيول شوى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته