کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
يوه ځانمرګي يرغلګر هدف ته له رسيدو مخکې په قندهار کې دپوليسو له خوا له پيښو وغورځول شو.
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى ضيا دراني باختر آژانس ته وويل : دغه ځانمرګى يرغلګر هغه وخت دپوليسو له خوا له پښو وغورځول شو چې په دغو ځواکونو يې د بريد نيت درلود .
دراني وويل چې په دې پيښه کې ځانمرګى يرغلګر وژل شوى او دچاوديدونکو توکو د چاودنې له امله د ده بدن ټوټې ټوټې شوى او دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې د پوليسو ځواکونو ته زيان
نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ