امنیت

پوليسو د کرکر دښتې په ساحه کې د بريښنا د ليږدونې د ستنو د ړنګيدو او د بريښنا د بهير د بنديدو مخه ونيوله

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د يوې ډار اچوونکې ډلې په نيول کيدو سره په بغلان ولايت کې د وارداتي بريښنا د ليږدونې د ستنې د ړنګيدو او د بريښنا د ليږدونې د بهير د بنديدو مخه ونيوله.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نورحبيب ګلبهاري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ظريف خان په نامه يو ځوان چې ځان يې په پلخمري  ښار پورې اړوند د چشمه شير د کلي اوسيدونکى وباله؛ تېره شپه له دوو تنو ملګروسره يې په پلخمري ښار پورې اړوند د کرکر دښتې په ساحه کې د وارداتي بريښنا د ستنو د ړنګولو په موخه د ١٤ کيلوګرامو چاوديدونکو توکو د ليږدونې په وخت کې د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې د مديريت دپوليسو له خوا ونيول شو .
ګلبهاري د دغې تروريستي طرحې د شنډولو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې نيول شوى سرګروپ ظريف خان تېرکال په وزغري کلي کې د وارداتي بريښنا د ستنو د ړنګولو د اصلي عامل په توګه وباله او څرګنده يې کړه چې ظريف خان په خپل جرم  اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته