امنیت

پوليسو د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکی ونيو

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو يو نړيوال قاچاق وړونکی يې له څه ناڅه٨ کيلوګرامه هيروئينو سره کابل ښار ته څېرمه ونيو.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د نشه يي توکو يو نړيوال قاچاق وړونکى چې څه ناڅه ٨ کيلوګرامه ښيښه ډوله نشه یي له لرګيو څخه په ١۴جوړو شويو ډولي بشقابوکې ځاى پرځاى کړي وو، د څرخي پله په دروازه کې ونيو.
دغه کس یاد نشه يي توکي د ننګرهار له مومند درې ولسوالۍ څخه کابل ښار ته قاچاق کول.
د نيول شوي کس د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د قضيې په انکشاف او د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د يو کور په پلټنې سره له ۶ نورو ډولي بشقابونو څخه ۴،۳۰۰ ګرامه ښيښې ډوله نشه يي توکي ترلاسه شول.
دغه راز پوليسو د کرکټ له ۴٢ توپونو او يو رولر څخه ۲،۳۰۰ ګرامه هيروئين کشف او ضبط کړل، خو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته