کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د يوه پوليس او دبهرنيو ځواکونو د يوه ژباړونکي د ترور عاملين نن په کندز ولايت کې ونيول شول.
د کندزولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني باختر آژانس ته وويل : څه موده مخکې دريو تنو دبګرام په هوايي ډګر کې يو پوليس او دبهرنيو ځواکونو په ژباړونکي په ډزو سره شهيدان کړې وو چې دامنيتي مسوولينو له خوا دکندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ دجنګل باشي په کلي کې ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه له نيول شويو کسانو څخه درې کلاشينکوفونه او يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
1 د یوې دقیقې څخه لږ