کابل باختر دلړم لومړي :
دکاپيسا پوليسو نن سهار څلور تنه د بم ايښودنې په تور ونيول .
په فارياب ولايت دپوليسو يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو غوښتل چې داشترګرام په بازار کې د بم په ښخولو سره تروريستي پيښې رامنحته کړي .
يوه اړونده خبرځاى وويل :دغو کسانو غوښتل چې دغه بمونه په څوکارتنونو کې ديو باروړونکي موټر په واسطه دغه بازار ته وليږدوي چې خلک په خاورو او وينوکې لت پت اوولړي خو له نيکه مرغه چې دپيښې له رامنځته کولو مخکې دپوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ