امنیت

پوليسو دوه ماينونه شنډکړل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
پوليسو د دايکنډي ولايت په مربوطاتوکې پرون د وسايطوضد دوه ماينونه کشف او شنډکړل.
د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر در محمد حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو د وسايطو ضد دوه ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د دايکنډي ولايت د ګجران ولسوالۍ په مربوطاتو د پتعګک پوستې د لارې په اوږدوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته